2024-12-19 12:31
غزل هر یو د خپلې برخې زندګي وکړو او بس راځئ په خپلو زړونو آبادي وکړو او بس د مات زړه د پیوند لپاره نشته چاره هیڅ څو چیغې به له درده آسماني وکړو او بس نه زه ها پخوانې یمه نه ته ها پخوانی ښه نه ده؟ چې روستۍ خدای پاماني وکړو او بس چې نه یې شته باور د خپل زړګي په انتخاب ګیله به څه له داسې لیوني وکړو؟ او بس رښتیا ده چې بدلېږي انسانان لکه موسم موسکا! راځه چې سیل د پسرلي وکړو او بس ——— موسکا نیازۍ
248
回覆
31
轉發
6

回覆

轉發

24小時粉絲增長

無資料

互動率

(讚 + 回覆 + 轉發) / 粉絲數
Infinity%

回覆 (BETA)

© 2025 Threadser.net. 版權所有。

Threadser.net 與 Meta Platforms, Inc. 無關,未經其認可、贊助或特別批准。

Threadser.net 也不與 Meta 的"Threads" 產品存在任何關聯。